د سين هوااژانس د خبر له مخې، د شينجيانګ په مرکز اوروموچي ښار کې د سپتمبر تر اوومې نيټې پورې د کوويد-۱۹ وروستي تشخيص شوي ټول ناروغان هم جوړ شوي او له روغتون څخه رخصت شوي دي. له هغه وخته چې په شينجيانګ کې د جولای له اوولسمې نيټې څخه د کوويد-۱۹ وبا رامنځته شوې وه، د کوويد-۱۹ تشخيص شوي ناروغان او ځينې پر دغه ويروس اخته شوي و، خو هيڅ نښې نښانې نه درلودې چې اوس ټول له طبي څارنې څخه وتلي دي.
د شينجيانګ په دغه ځل وبا کې ۸۲۶ تنه پر کوويد-۱۹ اخته شوي چې ټول دوباره جوړ شوي دي، ۲۳۸ تنه داسې وو چې پر دغه ويروس اخته شوي وو، خو د ناروغۍ هيڅ نښه نښانه يې نه درلودې، اوس ټول له طبي څارنې څخه وتلي دي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |