CRI Online

د شي جين پينګ په ګډون د چين د کمونېست ګوند او د دولت لوړپوړو چارواکو د ستايل شويو له استازو سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2020-09-08 11:23:35

د کوويد-۱۹ پر ضد د چين ستاينېغونډه نن د چين په پلازمينه بېجينګ کې د خلکو په لوی تالار کې تر سره کېږي. د چين کمونېست ګوند د مرکزي کميټې عمومي منشي، د چين د دولت رئيس او د مرکزي پوځي کميټې مشر شي جين پينګ به په دغه غونډه کې د ملي نښان او د ملي لقبونو ګټونکو ته مډالونه ورکړي او يوه مهمه وينا به وکړي.

غونډې مخکې د شي جين پينګ په ګډون د چين کمونېست ګوند او د دولت لوړپوړو چارواکو د خلکو په لوی تالار کې د ملي نښان او د ملي لقبونو ګټونکو، د کوويد-۱۹ پر ضد د غوره شخصيتونو او د غوره ګروپونو له استازو سره ليدنه وکړه او ګډ ډله ييز عکسونه يې واخيستل.

(مينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای