CRI Online

د نوي ډول خدماتي سوداګرۍ د يو کمربند او يوې لارې په چوکاټ کې د تجارتي پرمختګ نوی هڅوونکی ټکی ګرځېدلی

cri     (GMT+08:00) 2020-09-08 14:18:04
د نوي ډول خدماتي سوداګرۍ د يو کمربند او يوې لارې په چوکاټ کې د تجارتي پرمختګ نوی هڅوونکی ټکی ګرځېدلی

د ۲۰۲۰ کال د خدماتي سوداګرۍ نړيوال نندارتون په بېجينګ کې روان دی. د يو کمربند او يوې لارې وړانديز د وړاندې کېدو د اوومې کاليزې په درشل کې د چين او د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې د پرتو هېوادونو ترمنځ د خدماتي سوداګرۍ پرمختګ او د بڼې بدلون او سويې لوړتياوې يې ډېرې د پاملرنې وړ دي.

په دې وروستيو کلونو کې د چين او د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې د پرتو هېوادونو ترمنځ خدماتي سوداګرۍ ګړندی پرمختګ موندلی، خو د کوويد-۱۹ وبا له امله د دواړو خواوو ترمنځ د سيلانۍ او د توکو د حمل و نقل په شمول ځينو دوديزو خدماتي تجارتونو ته سخت زيانونه رسېدلي دي. نو په بېجينګ کې د خدماتي سوداګرۍ په نړيوال نندراتون کې د دوديزو خدماتي سوداګريو هڅول د بېلا بېلو خواوو لپاره د پاملرنې وړ دي. له يادو هېوادونو څخه راغلي سيلانيزې تصدۍ هيله لري چې په دغه نندارتون کې د ګډون له لارې خپلې ستونزې ژر ليرې او حل کړي. د سينګاپور د شنګ تاو شه په نوم د مشهور منظره لرونکی ځای مرستيالې وانګ جينګ وويل، د دوی تصدۍ په دغه نندارتون کې د ګډون فرصت ته ډېر اهميت ورکړی دی. مېرمن وانګ جينګ وويل:

((په تېرو څو مياشتو کې چين د کوويد-۱۹ د وقايې او کنټرول په برخه کې اغېزمن او د پام وړ برياليتوبونه تر لاسه کړي او د چين په دننه کې سيلانيزې چارې د بياعادي کېدو په حال کې دي چې د دغه هېواد د اقتصاد لپاره يې تکيه او ځواک برابر کړی دی. دا موږ ته ډېرو روحيه او باور راکړی دی. ))

دا يو واقعيت دی چې چين د کوويد-۱۹ د وقايې او کنټرول په عين وخت کې د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې له پرتو هېوادونو سره د خدماتي سوداګرۍ د پراخولو لپاره کوښښونه کړي.

(اواز)همدااوس مو هغه اواز واورېد چې د ماليزيا د يو پوهنتون استاذ د خدماتي سوداګرۍ په نړيوال نندارتون کې د انټرنيټي شبکې له لارې نندارچيانو ته د خپل پوهنتون په اړه مالومات وړاندې کړل.

د کوويد-۱۹ وبا تر رامنځته کېدو وروسته د نوي ډول خدماتي سوداګرۍ ستر حياتي ځواک ښکار کړی او د پرمختګ ښه راتلونکی لري، د انلاين تعليم، نړيوالې انلاين سوداګرۍ، د ليرې واټن دفتري خدمتونو، طبي خدماتو او انلاين پولي خدمتونو په شمول خدمتي چارو ستر برياليتوبونه تر لاسه کړي دي.

په دې وروستيو کلونو کې په چين کې ډيجټلي چارو ګړندي پرمختګونه موندلي، په ۲۰۱۹ کال کې د چين د ډيجټلي سوداګرۍ د وارداتو او صادراتو ارزښت 203.6 ميليارډو امريکايي ډالرو ته رسېدلی چې دغه شمېر د ټول هېواد د خدماتي سوداګرۍ په عمومي ارزښت کې 26 فيصده نيولی او د ۲۰۱۸ کال په پرتله 6.7 سلنه زيات شوی دی. له دې امله ډېر اروپايي هېوادونه غواړي د ډيجټلي چارو په برخه کې له چين سره همکاري وکړي. په چين کې د اروپا د سوداګريزې ټولنې مرستيال ما شياو لي وويل

((اوس د ډېرو اروپايي هېوادونو حکومتونه د ډيجټلي چارو په سوداګرۍ کې برخه لري، برسيره پر دې، ډېرې نورې صنعتي چارې هم غواړي په ډيجټلي چارو کې همکارۍ وکړي. څرنګه چې ډيجټلي تجارت زموږ سوداګرۍ ته نوي فرصتونه برابر کړي، د چين بازار د اروپا لپاره ستر اهميت لري. ))

په دغه نندارتون کې د کورنيو او بهرنيو ګډونوالو په اند، په چين کې د ډيجټلي چارو د ګړندي پرمختګ له امله د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې د پرتو هېوادونو د دوديزو خدمتي چارو د سوداګرۍ د شکل بدلون او د سويې لوړتيا هم هڅول شوې ده او دغه راز به د يو کمربند او يوې لارې د ګډې جوړونې کارونه دوام ولري.

د چین د سوداګرۍ هڅوونکې کمېټې مرستيال جانګ شن فنګ وويل، بېلا بېل هېوادونه بايد د نړيوالې سوداګريزې زمينې د ښه والي او د خدماتي سوداګرۍ د ازادۍ او اسانه کېدو سويې د لوړتيا لپاره نوي خدمتونه ترسره کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای