CRI Online

چين: نړيواله ټولنه بايد د ځينو امریکايي سياستوالو د ناسمو کړنو مخه ونيسي

cri     (GMT+08:00) 2020-09-08 15:11:06

د سينهوا خبري اژانس د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د سپتمبر په ۷ مه نېټه د دغه وزارت په مطبوعاتي غونډه کې وويل چې د امریکا ځيني سياستوال اوس د دغه هېواد د ازاد بازار،عادلانه سيالۍ، قانوني ادارې او نړيوالو مقرراتو د خرابولو په حال کې دي نړيواله ټولنه بايد د دوی د دغو ناسمو کړنو مخه ونيسي.

په ياده مطبوعاتي غونډه کې خبريالانو له وياند جاو لي جيان څخه پوښتنه وکړه، د امریکا د بهرنيو چارو وزارت د روانې مياشتې په پنځمه نېټه پر ټوېټر د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو او معين کېتح کراک ليکنې شريکې کړې چې وايي، ټوله نړۍ پدې باور ده چې د چين کمونېست ګوند به په عادلانه، مساوي او شفافه توګه سيالۍ ونه کړي. دغه ګوند اوس هڅه کوي چې له 5G تخنيک څخه په کار اخيستلو سره د لیکوال جورج اويل په(( ۱۹۸۴)) کتاب کې ليکل شوې کېسه په روانه ۲۱ پېړۍ کې ريښتينې کړي. موږ له ټولو ازادۍ خوښوونکو هېوادونو او شرکتونو څخه غوښتنه کوو چې په (( کلين نېټورک)) پروګرام کې ګډون وکړي. چین پدې اړه څه غبرګون لري؟

وياند جاو لي جيان پدې اړه ځواب ورکړ چې دا يوه بله بېلګه ده چې ثابته کړې يې ده ځيني امريکايي سياستوال هميشه په ديپلوماتيکو چارو کې دروغ وايي، نور دوکه کوي او غلا کوي. د دوی په وينا کې ياده شوې ټوله نړۍ ښايي يوازې امريکا وي. امريکا په پرله پسې توګه له څو اړخيزو تړونونو څخه وتلې، پر نورو ‌آن د نړيوالو سازمانونو پر کارکوونکو يې بنديزونه لګولي، د نورو پر وړاندې يې سوداګريزه جګړه پيل کړې، د تېکنالوژۍ پر بهرنيو تصديو يې بې دليله بريدونه کړي او په بې بنسټه پلمه يې د چيني تصديو چارواکي نيولي دي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای