CRI Online

چين کې د بزګرو حاصلاتو د درېيم فيسټيوال د هرکلي لپاره د توکو اخيستلو فصل په نوم پروګرام پيل شو

cri     (GMT+08:00) 2020-09-08 15:12:02

د چين د کرنيزې جنټرۍ له مخې د هر مني لومړۍ ورځ په دغه هېواد کې د بزګرو د حاصلاتو فيسټيوال په توګه وټاکل شوه. د روان کال د مني لومړۍ ورځ د روان سپتمبر له ۲۲ مې نېټې سره برابره ده او په چين کې به د بزګرو حاصلاتو درېيم فيسټيوال وي. د چين د زراعتي او کليوالو چارو وزارت، د چين مېډيا ګروپ او د عرضې او مارکيټينګ د همکاريو ټولنې د سپتمبر په ۷ مه نېټه په ګډه سره د دې درېيم فيسټيوال لپاره د توکو اخيستلو فصل په نوم پروګرام پيل کړ چې هدف يې په دغه هېواد کې د کرنيزو پيداوارو د خرڅلاو زياتول، د اړوندو سوداګريزو نښو خپرول او له کليوالو سيمو سره مرسته کول دي. د يادونې وړ دا ده چې د دغه پروګرام په موده کې به د ډېرو بې وزلو کليوالو سيمو د کرنيزو پيداوارو څه باندې ۱۳۰ سوداګريزې نښې خلکو ته وروپېژندل شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای