CRI Online

په چين کې د بهرنيو اسعارو زېرمه په تېرو مسلسلو ۵ مياشتو کې زياته شوې

cri     (GMT+08:00) 2020-09-08 15:37:43
په چين کې د بهرنيو اسعارو زېرمه په تېرو مسلسلو ۵ مياشتو کې زياته شوې

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين د بهرنيو اسعارو رياست د سپتمبر په ۷مه نېټه يوه شمېره خپره کړه چې له مخې يې د روان کال تر اګست مياشتې پورې په چين کې د بهرنيو اسعارو زېرمه 3164.4 مليارډو امريکايي ډالرو ته رسېدلې چې د تېرې جولاۍ په نسبت 10.2 مليارډه ډالره زياته شوې. دغه راز په چين کې د بهرنيو اسعارو زېرمه په تېرو مسلسلو پنځو مياشتو کې زياته شوې ده.

د چين د بهرنيو اسعارو رياست مرستيال وانګ چون ينګ وويل، اوس د چين اقتصاد د ثابت عادي کېدو په حال کې دی، چين به د پرانيستې تګلارې سويه لا لوړه کړي، په داخل کې به د مصرف زياتولو په عين وخت کې نړيوالې تبادلې او همکارۍ وهڅوي او د بهرنيو اسعارو د پيمانې ثبات به وساتي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای