د چین د خبري اژانس د خبر له مخې، د چين د سوداګرۍ وزارت د نړيوال تجارت د اقتصادي همکارۍ د څېړنيزې ادارې مرستيال چو وې شي د سپتمبر په ۷مه نېټه د چينګ های ولایت په مرکز شي نينګ ښار کې د انلاين سوداګرۍ په اړه نړيوال فورم کې وويل، په تېرو درېيو کلونو کې د چين د نړیوالې انلاين سوداګرۍ د پرچون خرڅلاو اندازې منځنی کلنی زياتوالی ۵۶ سلنې ته رسېدلی چې د ګړندي پرمختګ په حال کې ده.
ښاغلي چو وې شي وويل، په داسې حال کې چې په نړۍ کې تجارتي اصطکاک کله کله رامنځه شوی او کوويد-۱۹ دوديزو نړيوالو سوداګريو ته سخت زيانونه رسولي، د چين نړيوالې انلاين سوداګرۍ ګړندی پرمختګ ساتلی او د دوديزو تجارتي چارو او توليدي او جوړونکو چارو د بڼې بدلون يې هڅولی چې د نړيوالې سوداګرۍ د ودې لپاره يې تکيه او ځواک برابر کړی دی. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |