CRI Online

شي جين پينګ: چين به له نړيوالې ټولنې سره په ګډه د ننګونو پر وړاندې مقابله وکړي.

cri     (GMT+08:00) 2020-09-08 15:56:45

د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېسيون عمومي منشي او د دولت رئيس شي جين پينګ د سپتمبر په ۸مه نېټه څرګنده کړه چې چين به د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې په مفکورې سره له نړيوالې ټولنې سره په ګډه له مخ په سختېدونکو ننګونو سره ګډه مقابله وکړي.

هغه زياته کړه چې چين به د کوويد ۱۹ پر ضد نړيوالې همکارۍ پرمخ بوزي، په دې برخه کې به د روغتيا نړيوال سازمان له لارښوونکی رول څخه ملاتړ وکړي، له بېلا بېلو هېوادونو سره به د دغې وبا د مخنيوي، کنټرول او علاج په برخه کې خپلې تجربې شريکې کړي، کمزورو او بېوزلو هېوادونو او سيمو ته به اړوندې مرستې برابرې کړي، د دغې وبا پر ضد د اړوندو موادو تر ټولو لوی برابرونکي هېواد په توګه به خپل رول ولوبوي او د انسانانو ګډه روغتيا به وساتي.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای