د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېسيون عمومي منشي او د دولت رئيس شي جين پينګ د سپتمبر په ۸مه نېټه په بېجينګ کې د کرونا وبا پر ضد د مبارزې ستاينغونډه کې د خپلې وينا په ترڅ کې څرګنده کړه چې چين به له مختلفو هېوادونو سره د ګډو ګټو پر بنسټ همکارۍ زياتې کړي، د اقتصاد د جهاني کېدو بهير به پرمخ بوزي، د څواړخيزې سوداګرۍ ميکانيزم به وساتي، د نړۍ اکمالاتي او صنعتي ځنځير بهير دوام به تامين کړي او د نړيوال اقتصاد د ژر بيا سمسورتيا هڅونه به وکړي.
شي جين پينګ زياته کړه، چين هيله لري چې له مختلفو هېوادونو سره د نړۍ ګډه اداره وکړي، لا موثر او ټولشمول څواړخيز نظام جوړ کړي، مثبتې سيمه ييزې همکارۍ به زياتې کړي، د سيمه ييزو شخړو، ترهګرۍ، اقليمي بدلون، انترنيټي او بيولوژيکي امنيت په شمول له نړيوالو ننګونو سره به په ګډه مقابله وکړي او په ګډه به د انسانانو لا ښکلې راتلونکې اباده کړي.
( سپوږمۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |