CRI Online

د چين خارجه وزير وانګ يي :چين به په نړۍ کې د ډېټا خونديتوب وړانديز وکړي

cri     (GMT+08:00) 2020-09-08 16:18:31

د چين د دولتي شورا غړي او خارجه وزير وانګ يي د سپتمبر په اتمه نېټه د نړيوالې ډيجټلي ادارې سمينار ته په وینا کې وويل چې چين په فعاله توګه د م م، د شلو هېوادونو ډلې، د بريکس هېوادونو او د اسيان سيمې فورم په ګډون په يو شمېر څواړخيزو ډګرونو کې د ډېټا د خونديتوب په اړه بحثونو کې ګډون کوي او هڅه کوي چې د د نړيوالې ډيجټلي ادارې د پياوړتيا لپاره خدمتونه وکړي. چين به له نويو ستونزو او ننګونو سره د مقابلې لپاره په نړۍ کې د ډېټا خونديتوب وړانديز وکړي او پکې به د بېلابېلو خواوو د ګډون هرکلی وکړي.

په دغه وړانديز کې عمده محتويات عبارت دي له:

لومړی، بېلابېلې خواوې دې په معقول ډول ډېټا خوندي کړي او د نړيوال اکمالاتي ځنځير د پرانيستنې، امنيت او ثبات د ساتلو لپاره دې هڅې وکړي

دوهم، له معلوماتي تکنالوژۍ څخه په کار اخيستلو سره د نورو هېوادونو د مهمو بنسټيزو تاسيساتو له خرابولو او د مهمې ډېټا له غلا کولو سره دې مخالفت وکړي.

درېيم، شخصيي معلوماتو ته د زيان رسوونکو کړنو مخه دې ونيول شي، له معلوماتي تکنالوژۍ څخه په استفادې سره دې د نورو هېوادونو د چارو نظارت ونه کړي او په غير قانوني ډول د نورو هېوادونو اتباعو شخصي معلومات راټول نه کړي.

څلورم، تصدۍ بايد ځايي قوانين مراعت کړي، بېلابېل هېوادونه نه شي کولی له خپلو تصديو څخه غوښتنه وکړي چې په نورو هېوادونو کې جوړې شوې ډېټاوې دې په خپل متبوع هېواد کې وساتي.

پنځم، د نورو هېوادونو د حاکميت ، د عدليې او ډېټا د اداري حقونو درناوی دې وکړي، له تصديو او شخصيتونو څخه بايد د نورو هېوادونو ډېټا ترلاسه نه کړي. شپږم، که د قوانينو د تطبيق لپاره په نورو هېوادونو کې ساتل شوې ډېټا ته اړتيا ولري، بايد له عدلي ادارو څخه د همکارۍ او مرستې غوښتنه وکړي. اووم، د تکنالوژۍ د توليداتو او خدمتونو تصدۍ بايد مقررات په جدي توګه مراعات کړي او په غير قانوني توګه د خپلو مشتريانو شخصي معلومات راټول نه کړي.

اتم، تېکنالوژيکي تصدۍ نه شي کولی له خپلو مشتريانو څخه ناوړې ګټې واخلي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای