د چين رهبر شي جين پينګ د سپتمبر په اتمه نېټه وويل چې د انسانانو ژوند تر ټولو ارزښتناک دی. د چين کمونېست ګوند بايد په هره بيه د خلکو ژوند وساتي او دغه ګوند دا وړتيا هم لري، ځکه اصلي هدف يې په ټول توان او د زړه له کومې د خلکو لپاره خدمت کول دي.
شي جين پینګ په همدې ورځ له کوويد -۱۹ وبا سره د مبارزې لپاره د سترو خدمتونو کوونکو د ستايلو په غونډه کې وويل چې چينايان او چيني ملت له کوويد -۱۹ وبا سره په مبارزه کې د خلکو ژوند تر هرڅه لوړ ګڼي او په يووالي سره يې د بريا لپاره هڅې کړې چې له دې څخه د چينايانو غوره دودونه او خلکو ته د کمونېست ګوند پاملرنه څرګنده شوې ده.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |