د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د سپتمبر په ۸ مه نېټه د چين په پلازمينه بېجينګ کې د کوويد-۱۹ ضد مبارزې په ستاينغونډه کې وويل چې په چين کې د کوويد-۱۹ ضد مبارزې د چين د ځانګړتيا لرونکي سوسياليستي نظام او ادارې سيستم پياوړتيا ثابته کړه.
شي جين پينګ دې ته اشاره وکړه چې د يو هېواد سيستم د بريا او پياوړتيا د اندازه کولو لپاره يوه مهمه برخه دا ده چې ايا ټوله ټولنه به د لوی خطر پر وړاندې په متحد ډول مقاومت او مبارزه وکړل شي؟ د چين د ځانګړتيا لرونکي سوسياليستي نظام د قوت، نظم، د همغږې او د پلي کېدو توان په شمول ګن شمېر غوره پياوړتياوې لري. چين له خپل سوسيالستي نظام پر مټ د هر ډول ستونزو د حلولو توان لري.
(مينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |