CRI Online

شي جين پينګ: د هېواد پياوړتيا له سترو ننګونو سره په مقابله کې پر برياليتوب د چينايانو باور ټينګ کړی

cri     (GMT+08:00) 2020-09-08 16:28:18

د چين د دولت رئيس شي جین پينګ د سپتمبر په اتمه نېټه د دغه هېواد په پلازمينه بېجینګ کې د کوويد-۱۹ وبا ضد د مبارزې بهيرستاينغونډې ته په وينا کې وويل چې نوی چين له جوړېدو وروسته په هره برخه کې ګام پر ګام خپلځان پياوړی کړی او له دې امله له سترو ننګونو سره په مقابله کې په برياليتوب د چينايانو باور ټينګ کړی دی.

شي جین پینګ وويل چې چين په اوږده موده کې ډېرې شتمنۍ راټولې کړې، خپل صنعتي سيستم يې بشپړ کړی، ساينس او تکنالوژۍ ته يې وده ورکړې او غني طبي سرچينې يې ساتلې او دې ټولو له کوويد -۱۹ وبا سره په روانه مبارزه کې مهم رول لوبولی دی. د دغې مبارزې په ډېر ستونزمن وخت کې د چين اقتصادي او ټولنيز پرمختګ په ټپه درېدلی و، خو د خلکو ژوند ته ډېر زيان نه دی رسېدلی او په عمومي ډول ټولنيز نظم عادي ساتل شوی دی، د دې اصلي لامل دا دی چې چين په اوږده موده کې په تېره بيا د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې له پلي کولو راپدې خوا ډېر پرمختګ کړی او خپلځان يې پياوړی کړی دی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای