CRI Online

د کوويد-۱۹ پر ضد د چين ستاينغونډه په بېجينګ کې تر سره شوه

cri     (GMT+08:00) 2020-09-08 17:24:52

د کوويد-۱۹ پر ضد د چين ستاينغونډه د سپتمبر د ۸ مې نېټې په سهار د چين په پلازمينه بېجينګ کې د خلکو په لوی تالار کې تر سره شوه.

د ملي نښان او د ملي لقبونو ګټونکي د ملي ګارد په ملتيا سره په ځانګړو موټرونو کې له خپلو استوګنځايونو ځای څخه د خلکو لوی تالار ته ورسول شول.

د چين کمونېست ګوند د مرکزي کميټې عمومي منشي، د چين د دولت رئيس او د مرکزي پوځي کميټې مشر شي جين پينګ په ګډون د چين کمونېست ګوند او د دولت لوړپوړو چارواکو د خلکو په لوی تالار کې د ملي نښان او د ملي لقبونو ګټونکو، د کوويد-۱۹ پر ضد د غوره کارنامو تر سره کوونکو شخصيتونو او د غوره ګروپونو له استازو سره ليدنه وکړه او ګډ ډله ييز عکسونه يې واخيستل.

د چين د انجنيرۍ اکاډمۍ اکاډميسن پروفيسر جونګ نان شان ته تر ټولو لوړ ((د جمهوريت نښان)) ورکول شو، جانګ بو لي، جانګ دينګ يو او چن وې ته ((د خلکو اتل)) په نوم ملي لقبونه ورکول شول.

شي جين پينګ په جلا جلا توګه د ملي نښان او د ملي لقبونو ګټونکو ته مډالونه او لقبونه ورکړل.

شي جين پينګ همدارنګه په دغه غونډه کې يوه مهمه وينا وکړه. هغه وويل چين به د کوويد ۱۹ پر ضد نړيوالې همکارۍ پرمخ بوزي، په دې برخه کې به د روغتيا نړيوال سازمان له لارښوونکي رول څخه ملاتړ وکړي، له بېلا بېلو هېوادونو سره به د دغې وبا د مخنيوي، کنټرول او علاج تجربې شريکې کړي، کمزورو او بېوزلو هېوادونو او سيمو لپاره به اړوندې مرستې برابرې کړي، د دغې وبا پر ضد د اړوندو موادو تر ټولو لوی برابروونکي هېواد په توګه به خپل رول ولوبوي او د انسانانو روغتيا به په ګډه وساتي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای