د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د سپتمبر په اتمه نېټه په يوه نوبتي خبري ناسته کې اعلان وکړ چې د ختيځې اسيا د بهرنيو چارو وزيرانو د همکاريو يو لړ ويډيويي غونډې به د سپتمبر له نهمې نيټې څخه تر دوولسمې نيټې پورې تر سره شي.د جنوب ختيځې اسيا د هېوادونو ټولنې د نوبتي رئيسه هېواد ويتنام د صدراعظم مرستيال او د بهرنيو چارو د وزير پام بين مين په بلنه به د چين د دولتي شورا غړی او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د سپتمبر په نهمه نېټه په اړوندو غونډو کې ګډون وکړي.
وياند جاو لي جيان د دغو غونډو د يادونې په ترڅ کې وويل چې اوس مهال د کوويد ۱۹ ويروس لاهم په ګرده نړۍ کې د خپرېدو په حال کې دی.چين هيله لري چې د دغو غونډو برخه وال د دې ويروس پر وړاندې ګډې مقابلې او ګډ پرمختګ ته پاملرنه وکړي تر څو د ختيځې اسيا د ثبات او پرمختګ لپاره نوی خوځنده قوت برابر شي او د روان کال په پای کې د ختيځې اسيا د همکارۍ د سرمشريزې غوڼدې لپاره تجربې راغونډې شي.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |