CRI Online

د چين د بهرنيو چارو وزارت: چين به د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې پر مفکورې ټينګار وکړي او د کوويد-۱۹ وبا د مخنيوي او کنټرول په برخه کې به نړيوالې همکارۍ ته دوام ورکړي

cri     (GMT+08:00) 2020-09-08 20:31:07

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د سپتمبر په اتمه نېټه په يوه نوبتي مطبوعاتي غونډه کې وويل چې اوس د کوويد-۱۹ وبا په نړۍ کې لاهم د خپرېدو په حال کې ده.چين به د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې پر مفکورې ټينګار وکړي او د وبا د مخنيوي او کنټرول په برخه کې به نړيوالې همکارۍ ته دوام ورکړي . چين د وبا پر وړاندې روانې مبارزې کې د روغتيا نړيوال سازمان د لارښوونکي رول ملاتړ کوي او غواړي له بېلا بېلو هېوادونو سره د وبا د مخنيوي او کنټرول تجربې شريکې کړي.

د خبر له مخې، د روغتيا د نړيوال سازمان د لوی مدير عالي سلاکار بروس اليوارډ د روانې مياشتې په اوومه نېټه وويل چې د کوويد-۱۹ وبا په کنټرول کې د چين بريا د لمانځلو ارزښت لري. هغه پر نړۍ غږ وکړ چې د دې وبا پر وړاندې روانه مبارزه کې د چين له دريو عمده اقداماتو څخه دې زده کړه وکړي يعنې په هر اړخيزه توګه د عامې روغتيا بنسټيز تاسيسات دې جوړ کړي ، د خلکو د شخصي مسؤليت احساس دې رامنځته او په دوامداره توګه دې د درملنې جامع ظرفيتونه ښه کړي.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای