CRI Online

د کوويدـ۱۹ پر وړاندې د روانې مبارزې روحيه د چينايانو د حرکتونو غښتلی خوځنده ځواک دی

cri     (GMT+08:00) 2020-09-08 21:25:45

 د کوويدـ۱۹ پر وړاندې د روانې مبارزې په بهير کې د نامتو ډاکترانو ستاينغونډه د سپتمبر د اتمې نيټې په سهار د بېجينګ د خلکو په لوی تالار کې تر سره شوه.د چين د دولت رئيس شي جين پينګ لقب اخيستونکو ته دولتي نښانونه او ميډالونه ور کړل او يوه مهمه وينا يې وکړه. هغه په خپلو خبرو کې د کوويدـ۱۹ پر وړاندې په روانه مبارزه کې د چينايانو ستره روحيه بيان کړه او شپږ مهمې تجربې يې وړاندې کړې. نوموړي په خپله وينا کې نه يوازې د کوويدـ۱۹ پر وړاندې د چين د روانې مبارزې تجربه وويله بلکې د بهرنيو رسنيو هغې پوښتنې ته يې هم ځواب ور کړ چې ولی چين په دومره لنډ وخت کې په دې مبارزه کې سترې لاسته راوړنې تر لاسه کړې دي.د چين دغه تجربې د دې ويروس پر وړاندې د نورو هېوادونو د مبارزې لپاره ګټورې دي. رئيس شي جين پينګ په خپله وينا کې په شلو چيني کليمو د کوويد ـ۱۹ پر وړاندې د مبارزې هغه ستره روحيه بيان کړه چې د چين حکومت د خلکو خونديتوب او ژوند ته لومړيتوب ور کوي، چينايان يووالی ساتي، چيني ډاکترانو د دې ويروس پر وړاندې په روانه مبارزه کې خپل ژوند ته پاملرنه ونه کړه خو ساينس ته يې درناوی وکړ او د دې ترڅنګ چين د انسانانو د ګډ برخليک مفکوره غوره کوي.

اوس مهال ، په ټوله نړۍ کې د کوويد-۱۹ وبا د خپرېدو په حال کې ده. چينايان د ټولو هېوادونو خلکو ته د دې وبا له امله پېښ شوي زيانونه احساسوي او نړيوالې ټولنې ته د مرستې چمتو کولو لپاره تر ټولو ډېره او غوره هڅه کوي. د ساري په ډول يې دا يادولی شو چې چين څو ورځې مخکې اعلان وکړ چې د روغتيا نړيوال سازمان ته به د ۵۰ ميليونه ډالره نغدي مرسته برابره کړي ، ۳۲ هېوادونو ته به د طبي کارپوهانو ۳۴ ډلې ولېږي او ۱۵۰ هېوادونو او څه د پاسه ۲۰۰ هېوادونو او سيمو ته به د ويروس ضد درمل صادر کړي څو په ټوله نړۍ کې د زرګونو خلکو ژوند و ژغورل شي او په دې برخه کې به ډېره مرسته وکړي.

چين به له ټولو مشکلاتو او خطرونو سره مقابله وکړي.اوس په نړۍ کې ستر بدلونونه رامنځته کېږي. د بهرنيو هېوادونو د فشارونو پر وړاندې به چين د کوويد-۱۹ وبا پر ضد روحيه د چلونکي ځواک په توګه په لاس کې واخلي .لکه څنګه چې رئيس شي جين پينګ ويلي ، هېڅ ځواک نشي کولی د غوره ژوند د ترلاسه کولو لپاره د چينايانو د پرمختګ مخه ونيسي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای