CRI Online

د چين د سوداګرۍ وزارت: د بهرنيو پانګونو په ليست کې به هڅوونکې مادې زياتې شي.

cri     (GMT+08:00) 2020-09-09 10:30:20

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين د سوداګرۍ وزارت مرستيال وانګ شو ون د سپتمبر په ۸مه نېټه د CIFIT په نوم د پانګونې د يوې انلاين هڅوونکې غونډې د پيل په مراسمو کې څرګنده کړه چې د چين د سوداګرۍ وزارت اوس د بهرنيو پانګونو ليست په تعديلولو بوخت دی او تر زياتې اندازې پورې به پکې هڅوونکې مادې اضافي کړي څو لا زياتې بهرنۍ تصدۍ له اړوندو امتيازي تګلارو څخه برخمنې شي.

د CIFIT په نوم د پانګونې انلاين هڅوونکې غونډه د کرونا وبا په اثر پر اقتصادي چارو د منفي اغېزو د ليرې کولو په موخه د چين د نړيوالې پانګونې او سوداګرۍ نندارتون د تشکيلاتي کمېټې لخوا ترتيبې شوې ده. نوموړي په يادو مراسمو کې زياته کړه چې د روان کال له پيل راهيسې کرونا وبا په ټوله نړۍ کې چټک خپره شوې او له دې امله نړيوال اقتصاد هم کمزوری شوی دی. د چين دولتي شورا د بهرنۍ پانګونې او سوداګرۍ د ثابتولو لپاره يو لړ تګلارې او اقدامات نيولي او د اوسنيو ستونزو د ليرې کولو لپاره يې تصديو ته رنګا رنګې مرستې برابرې کړي دي.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای