د چين نيوز اژانس د خبر له مخې، د ۲۰۲۰ کال د پانګونې نړيوال فورم د سپتمبر په ۸مه نېټه د چين د فو جيان ولايت په شيا من ښار کې پرانيستل شو. همکارۍ او د ګډو ګټو موندل د مختلفو برخه والو تر ټولو لويه موافقه ګرځېدلې ده.
د پانګونې نړيوال فورم هر کال د چين د بهرنۍ سوداګرۍ او پانګونې نندارتون يوه مهمه برخه ده. د دغه فورم سږنۍ عمده موضوع پر پانګونې د باور پياوړتيا او په همکارۍ سره د ګډو ګټو موندل دي.
په فو جيان ولايت کې د ګوندي کمېټې دايمي غړي او د دغه ولايت مرستيال والي جاو لونګ د دغه فورم په پرانيستونکو مراسمو کې څرګنده کړه چې د مختلفو هېوادونو اقتصادي چارې يو د بل په اتکا پرمختګ کوي. هېڅ هېواد پخپله پرمختګ نشي کولای او ورخلاصون، ټولشموليت او په همکارۍ سره د ګډو ګټو موندل خامخا د ستونزو د ليرې کولو اصلي لار ده.
( سپوږمۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |