CRI Online

د چين خارجه وزارت: هند دې سمدلاسه له خپلې خطرناکې کړنې څخه لاس اخلي.

cri     (GMT+08:00) 2020-09-09 10:37:05

د چين د خارجه وزارت وياند جاو لي جيان د سپتمبر په ۸مه نېټه د چين خاورو ته د هندي ځواکونو د غير قانوني داخلېدو په اړه څرګنده کړه، چين له هند څخه جدي غوښتنه کوي چې سمدلاسه له خپلو خطرناکو کړنو څخه لاس واخلي، ژر دې د چين له خاورې څخه خپل سرتېري بېرته وباسي، ډزې کوونکو سرتېرو ته دې سخته سزا ورکړي او د همدا ډول پېښې مخنيوی دې وکړي. د چين ځواکونه به پر خپلې دندې ټينګار وکړي او د خپل هېواد ځمکنۍ بشپړتيا به ټينګه وساتي.

د سپتمبر په ۷مه نېټه هندي ځواکونه د چين او هند ترمنځ د سرحداتو د لويديځې برخې د پانګونګ تسو ډنډ جنوبي غاړې شاوخوا سيمې ته ننوتل. په داسې حال کې چې هندي سرتېريو پر چيني ځواکونو د خبردارۍ ډزې وکړې، چيني ځواکونو هم د ځايي حالت د کنټرول لپاره لازم تدبيرونه ونيول.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای