د ۲۰۲۰ کال په چين کې د مصرف د هڅونې مياشتنی فعاليت يعنې د بېجينګ د مصرف مياشتنی فعاليت چې د چين د سوداګرۍ وزارت او د چين ميډيا ګروپ له خوا په ګډه جوړ شوی، د سپتمبر د ۸ مې نېټې په شپه د چين په پلازمينه بېجينګ کې د چيان من په سړک کې پيل شو. دغه فعاليت د مصرف د هڅولو په اړه کارونو ته پام کوي، د کوويد-۱۹ د وقايې او کنترول په حالاتو کې په چين کې د نوي ډول مصرفونه رامنځته شوي او په چين کې د مصرف په مارکېټ کې هم په پوره توګه ښه والي رامنځته شوي دي.
دغه مياشتنی فعاليت به د سپتمبر له ۹ مې نېټې څخه د اکتوبر تر ۸ مې نېټې پورې دوام وکړي، له ۱۰۰ زرو څخه زيات شرکتونه په دغه فعاليت کې ګډون لري.
(مينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |