د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېسيون عمومي منشي او د دولت رئيس شی جين پينګ په چين کې د ښوونکو د ورځې په رارسېدو سره د هېواد ټولو ښوونکي او معارف کارکوونکو ته مبارکي وويله.
نوموړي به دې مناسبت وويل چې ښوونکو د کرونا وبا د خپرېدو په موده کې زده کوونکو ته د هغوی بدني او رواني روغتيا د ساتلو په غرض انلاين درسونه ورکړل. د ښوونکو په کوښښونو سره د کليوالو زده کوونکو هيلې پوره شوې چې له دې څخه د ښوونکو عالي اخلاق او دنده څرګندېږي.
شي جين پينګ پر دې ټينګار وکړ چې ښوونکي مسلک بايد په ټوله ټولنه کې د درناوي او خوښۍ وړ وګرځي.
( سپوږمۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |