د ۲۰۲۰م کال د نړيوالې خدماتي سوداګرۍ نندارتون په ترڅ کې د هوايي چارو په اړه يوازېنی فورم چې د هوايي ورېښمو لارې په نوم د نړيوالې همکارۍ فورم د سپتمبر په ۸ مه نېټه تر سره شو. د چين د ملکي هوايي چارو ادارې د مرستيال مشر څوي شياو فنګ په خپله وينا کې وويل د اګست په پای کې په چين کې د ملکي الوتنو ورځنی شمېر له ۱۳ زرو څخه زيات شوی چې د کوويد-۱۹ دمخه مودې په پرتله ۹۰٪ ته راستون شوی دی.
هغه زياته کړه چې په چين کې د ملکي هوايي چارو د مسافرينو د حمل او نقل توان چټک پرمختګ کړی. د اګست په پای کې د مسافرينو د حمل او نقل د چارو ورځنۍ اندازه د تېر کال نژدې ۸۰ سلنې ته رسېدلې او دننه په چين کې د مسافرينو د حمل او نقل د چارو ورځنۍ اندازه د تېر کال نژدې ۹۰ سلنې ته رسېدلې ده.
(مينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |