CRI Online

د کوويد-۱۹ وبا پر وړاندې په مبارزه کې له ګڼ شمېر هېوادونو سره د چين مرستې

cri     (GMT+08:00) 2020-09-09 17:15:27

کوويد-۱۹ وبا په تېرو سلو کلونو کې د انسانانو ترمنځ تر ټولو ډېره خپره شوې ساري وبا ده. چین له دغې وبا سره د مبارزې په بهيرکې د بېړنيو اړتياوو په وخت کې يو شمېر هېوادونو ته طبي مرستندويه ډلې استولې او له ګڼ شمېر هېوادونو سره يې همکارۍ کړې دي. چين پدې باور دی چې ټول انسانان د بشري ټولنې غړي دي او ځان د نړۍ د يو لوی هېواد په توګه د لويو نړيوالو ننګونو پر وړاندې په نړيواله مبارزه کې مسئول ګڼي.

د روان کال د اګست تر پايه پورې چين د بېړنيو اړتياوو په وخت کې ۳۱ هېوادونو ته ۳۳ طبي ډلې استولې دي. د جون په لسمه نېټه له فلسطين سره د چين طبي مرستندويه ډلې د دغه هېواد پلازمېنه رام الله ته ورسېده. د فلسطين د روغتيا وزيرې مای الکيلاوويل ، چې يوازينی هېواد دی چې موږ ورڅخه دي طبي مرستندويه ډلې ورلېږلو غوښتنه وکړه. چين ژر مثبت ځواب راکړ او دا د دواړو هېوادونو ترمنځ د لرغونې دوستۍښکارندويي کوي او له فلسطين څخه د چينايانو ټينګ ملاتړ ښکاره کوي.

((زه ډېره خوشحاله او بختوره يم چې د چين تکړه متخصص ډاکټران دلته راغلي او له موږ سره خپلې تجربې شريکوي او موږ به دوی ته د خپلو چارو په اړه معلومات ورکړو. له فلسطين سره د چين د دې مرستندويه طبي ډلې مشر هو پنګ وويل:

((ويروس پوله او توکم نه پېژني ،انسانان د روغتيا او صحت له لحاظه هم د يوې ټولنې غړي دي. ټول انسانان دې د وبا پر وړاندې د مبارزې د برياليتوب أابهر يو موټی شي. زه باور لرم چې د چين او فلسطين د دواړو هېوادونو د متخصصو ډاکټرانو هڅو به په دواړو هېوادونو کې روانه مبارزه بريالۍ شي.

د چين مرستندويه طبي ډله د مرکزي افريقا په لويديځ کې استوايي ګينې ته هم استول شوې وه او هلته يې په ځايي روغتونونو او دولتي لابراتوار کې خدمتونه ترسره کړي دي. او په دې هېواد کې يې د وبا د وضعيت له مخې دوه لارښوونکي کتابونه چمتو کړي دي.د دغه هېواد مرستيال ولسمشر عبدال بکي وايي، چين له ډېر کلونو راهيسې، د جنوبي سوډان د اړتياوو په وخت کې په لومړي سر کې اړينې مرستې راسره کړې دي. په جنوبي سوډان کې د کرونا وبا له رامنځته کېدو وروسته چين هم لومړی هېواد دی چې موږ سره يې د طبي توکو مرستې وکړې. چين د جنوبي سوډان ښه ملګری دی او ښه دوستي يې پدې ستونزمن وخت کې ډېره څرګنده شوې ده.

په بنګلدېش کې د چين مرستندويه طبي ډله د دغه هېواد د رسنيو او خلکو لخوا وستايل شوه. د دغه هېواد خارجه وزير عبدالمومن وايي، د دغه هېواد خلک د چين د مرستندويه طبي ډلې راتګ ته سترګې په لاره وو او اوس د دوی د راتګ له امله ورڅخه ډېره مننه کوي. د کرونا وبا پر وړاندې په روانه مبارزه کې د ګډو همکاريو له لارې به د دواړو هېوادونو دوستي لاټينګه شي. نوموړي وويل:

((کله چې د چين په وو هان ښار کې د کرونا پېښې رامنخته شوې، موږ د چين حکومت سره ځينې مرستې وکړې او وروسته د چين حکومت له موږ سره ډېرې مرستې وکړې. د چين پر حکومت سربيره د چين مايون صندوق او علي بابا صندوق هم موږ ته د سلو زرو محافظتي جامو او د تېست وسايلو مرستې کړې دي. موږ د چين له حکومت او خلکو څخه ډېره مننه کوو، دوی زموږ سره په ستونزمن او سخت وخت کې ترڅنګ ولاړ وو. موږ پدې ډېر وياړو اوخوشحاله يو.))

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای