د سينهوا اژانس د خبر له مخې د سپتمبر به نهمه نېټه د افغانستان په پلازمينه کابل کې د د دې هېواد د مرستيال ولسمشر امرالله صالح پر کاروان د بريد له امله لس تنه ملکيان وژل شوي او صالح سپک ټپی شوی دی.
مرستيال ولسمشرامرالله صالح پر خپلې فېسبوک پاڼې کې د يوې ويډيو په خپرولو سره ويلي چې هغه په دغه بريد کې سپک ټپی شوی او زوی ته يې کوم زيان نه دی اوښتی.
د دې هېواد د کورنيو چارو وزارت وياند طارق ارين د سينهوا اژانس له خبريال سره د مرکې په ترڅ کې وويل چې د دې بريد له امله لس تنه ملکيان وژل شوي او پنځلس تنه نور ټپيان شوي دي.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |