CRI Online

شی جين پينګ: د عصري دوران سيستم د ابادۍ لپاره بايد هڅې وکړو

cri     (GMT+08:00) 2020-09-09 20:42:23

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې عمومي منشي،د دولت رئيس ، د مرکزي پوځي کميټې رئيس او د چين د مرکزي مالي کميټې مشر شي جين پينګ د سپتمبر په نهمه نېټه د مرکزي مالي کميټې د اتمې غونډې مشري وکړه او برخه والو د چين د اقتصادي پرمختګ او د عصري دوران سيستم پر ابادۍ هر اړخيزې خبرې وکړې او د چين د کمونېست ګوند له ۱۹م ملي کانګرس راهيسې يې د يادې کميټې په غونډو کې د ټاکل شويو تګلارو د پلي کولو په باب بحثونه وکړل. رئيس شي جين پينګ په خپلو خبرو کې پر دې ټينګار وکړ چې د دوران سيستم د چين په اقتصاد کې بنسټيز رول لوبوي. که د اقتصادي پرمختګ نوی جوړښت جوړ شي، د عصري دوران سيستم جوړونه بايد د يوې مهمې ستراتيژۍ په توګه وټاکل شي.اړوندې څانګې بايد د پرمختګ نوې مفکوره غوره کړي، د اقتصاد د باکيفيته پرمختګ د موندلو لپاره دې هڅې وکړي،د برابرونکي جوړښت اصلاحات دې تر سره کړي او د محصولاتو د دوران په برخه کې اړوند معيارونه دې بشپړ کړي تر څو د چين د اقتصاد د نوي جوړښت لپاره ښه زمينه برابره شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای