CRI Online

د چين د بهرنيو چارو وزارت:د امريکايي سياستوالو په خوله کې تش په نوم بيان ازادي پر خبريالانو د تور لګولو پلمه ده

cri     (GMT+08:00) 2020-09-09 20:47:29

په دې وروستيو ورځو کې امريکايي چارواکو د بيان ازادۍ په پلمه پر چين باندې تور لګولی دی. په دې اړه د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د سپتمبر په نهمه نېټه وويل چې د امريکا د ځينو سياستوالو او چارواکو په وينا تش په نوم بيان ازادي په حقيقت کې پر خبريالانو د تور لګولو پلمه ده .له دې څخه د دوه ګونې معيارونو د غوره کولو او د بادارۍ لټولو لپاره د دغو سياستوالو طبيعت ښکاري.

د خبر له مخې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند مورګن اورتاګوس د سپتمبر په اتمه نېټه پر خپلې ټويټر پاڼې کې ليکلي چې له څو کلونو راهيسې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د چين د قانع کولو لپاره هڅه کړې چې دغه هېواد ته د امريکايي خبريالانو د بېرته راتګ اجازه ورکړي او د امريکا خبري رسنيو ته د عادي کارونو د تر لاسه کولو ازادي ور کړي.د دې ترڅنګ چين بايد د بهرنيو خبريالانو په مقابل کې تهديد بند کړي.

په دې هکله نوموړي وويل چې پر چين د امريکا دغه نيوکه بې بنسټه ده او دغو سياستوالو پر حقيقت سترګې پټې کړې دي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای