د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د سپتمبر په نهمه نېټه په بېجينګ کې وويل چې د چين د دولتي شورا غړی او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي به د سپتمبر له لسمې نيټې څخه تر ۱۶مې نيټې پورې د روسيې په بلنه د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو د شورا په غونډه کې ګډون وکړي او له روسيې، قزاقستان، قرغيزستان او مغولستان څخه به ليدنه وکړي.
نوموړي په همدې ورځ په يوه خبري ناسته کې وويل چې ياد څلور هېوادونه د چين ډېر ښه ګاونډي هېوادونه دي او د وزير وانګ يي دغه سفر به د چين له خوا د شانګهای د همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ د پرمخبيولو او له يادو څلورو هېوادونو سره د دوستانه همکاريزو اړيکو د لاټينګولو لپاره يو مهم ديپلوماتيک فعاليت وي.
نوموړي زياته کړه چې روسيه د دې سازمان نوبتي رئيسه هېواد دی.چين تر وسې پورې د روسيې له اړوندو کارونو څخه ملاتړ کوي.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |