CRI Online

مايک پومپيو امريکا ته زيانونه رسوي

cri     (GMT+08:00) 2020-09-09 21:04:05

د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو په دې وروستيو ورځو کې په پر له پسې توګه تش په نوم د کلين شبکې(Clean Network) پلان ته وده ورکوي. هغه هڅه کوي چې د مخابراتو چلوونکو ، د اېپ پلورنځيو ، سافټوير ،د کلوډ خدمت او د انټرنېټي شبکې د کيبلونو په ګډون ۵ برخو کې چيني محصولات او خدمات لرې کړي. په عين وخت کې د سپينې ماڼۍ پرېکړه کوونکو اعلان کړی چې د ټيک ټاک ، ويچټ او نور چيني ټولنيز سافټويرونه به بند کړي او ګواښ يې کړی چې نور زيات چيني ګرځنده اېپونه به هم بند کړي.

تش په نوم د شبکې پاکولو پلان يوازې د امريکا له خوا تعقيب شوی ډيجيټلي محافظت او د امريکا د بادارۍ او تسلط د دوامداره توسيع محصول دی.

له هرڅه دمخه ، د چيني شرکتونو بندول به بې له شکه د امريکا د انټرنېټ کاروونکو ګټو ته زيانونه ورسوي. د معلوماتو د نړيوال کېدو په زمانه کې، د 5G ټېکنالوژي او د ټيک ټاک او وېچټ په استازيتوب ټولنيزې رسنۍ د خپلو سوداګريزو ځانګړتياوو سربېره د عامه معلوماتو د ډګرونو ځانګړتياوې هم لري. د نړۍ ډېر وګړي دا د معلوماتو شريکولو ،تګ راتګ او د سوداګريزو فرصتونو رامنځته کولو او ډېرو امکاناتو د خلاصولو لپاره کاروي. د دې له امله ، هغه خبرونه چې د سپينې ماڼۍ سياستوالو پر ټيک ټاک د بنديز اعلان وکړ د امريکا د عامه افکارو د ګډوډۍ لامل شوی.د مشهورو انټرنېټ کاروونکو امريکايي مشرانو ته ليکونه لېږلي او خپله نارضايتي يې ورته څرګنده کړې ده ،د دوی په اند، د امريکا دا اقدام د دې لامل شوی چې ډېری امريکايان د خپلو شخصي نظرونو د څرګندولو لپاره يو مهم ډګر ورک او له لاسه ورکړي.

دوهم ، پر چيني تصديو د امريکاد حکومت سياسي فشارونه به په امريکا کې د پانګوونې په اړه د ټولو هېوادونو باور راکم کړي او يوځل بيا به نړيوال اختراع کونکي له لاسه ورکړي ، نو څنګه به د امريکا د بازار ژوند دوام ومومي؟

بر سېره پر دې، امريکا پر سيالانو د فشار اچولو لپاره بې شرمه وسيلې کاروي ، د بازار اقتصادي قواعد تر پښو لاندې کوي او د سيالۍ له عادلانه اصولو څخه سرغړونه کوي چې دا به د اوږدې مودې لپاره د امريکا اقتصادي سيالي کمزورې کړي.

چين د سپتمبر په اتمه نېټه په رسمي توګه د ګردې نړۍ د ډېتا خونديتوب وړانديز خپور کړ. که مايک پومپيو او د هغه ملګري غواړي د امريکايانو د معلوماتو امنيت خوندي کړي ، نو په واقعي توګه دې په دې وړانديز کې دخيل شي. ځکه په وړيا او ازاده انټرنېټي نړۍ کې ، مشورې ، ګډه جوړونه او شريکونه د نړيوال ډيجيټل حکومتدارۍ مسئلو د حل لپاره سمه لاره ده.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای