CRI Online

امريکا به په نژدې راتلونکې په عراق او افغانستان کې د خپلو سرتېريو شمېر کم کړي.

cri     (GMT+08:00) 2020-09-10 09:40:28

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا د مرکزي قوماندانۍ قوماندان کېنيت مېکنزي د سپتمبر په ۹مه نېټه څرګنده کړه چې په عراق کې به د امريکايي سرتېريو شمېر د روانې مياشتې له پای مخکې ۳ زرو ته او په افغانستان کې به له نومبر مخکې کابو ۴۵۰۰ ته کم شي.

نوموړي رسنيو ته وويل چې امريکا به په افغانستان کې د خپلو سرتېريو شمېر له راتلونکي نومبر مخکې ۴۵۰۰ ته کم کړي او دا سرتېري په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو مرکزي دنده بشپړولای شي.

په داسې حال کې چې په امريکا کې به ولسمشريزې ټاکنې په راتلونکي نومبر کې تر سره شي، د دغه هېواد ولسمشر دونالډ ټرمپ په دې وروستيو کې څو ځله څرګنده کړې چې په بهر کې به د خپلو ځواکونو شمېر کم کړي څو له پر له پسې جګړو څخه امريکا خلاص کړي او خپلې کړې ژمنې پوره کړي.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای