د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د افغانستان په پلازمېنه کابل کې د سپتمبر په ۹مه نېټه د دغه هېواد د ولسمشر لومړي مرستيال امرالله صالح د موټر پر کاروان بمي بريد وشو چې له امله يې ۱۰ تنه عام وګړي وژل او امرالله صالح سرسري ټپي شوی دی.
د افغان ولسمشر لومړي مرستيال امرالله صالح پر خپله فېسبوک پاڼه د يوه ويډيو پيغام کې وويل چې کين لاس او مخ يې د بريد له امله لږ څه ټپي شو، خو زوی يې چې ور سره و، جوړ پاتی دی.
د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وياند طارق ارين په دې اړه څرګنده کړه چې د دغه بريد له امله ۱۰ تنه عام وګړي ووژل او ۱۵ تنه نور ټپيان دي. تر اوسه هېچا د دغه بريد پړه پر غاړه نه ده اخيستې.
( سپوږمۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |