CRI Online

د چين استازی: بايد په ټوله نړۍ کې د اوربند هڅې او د کرونا وبا ضد مبارزې له بهير سره دې همکاري وکړو.

cri     (GMT+08:00) 2020-09-10 09:55:03

د چين نيوز اژانس خبر ورکړ چې د م م د امنيت شورا د سپتمبر په ۹مه نېټه د کرونا وبا پر ضد يوه پرانيستې ويډيويي غونډه جوړه کړه. په م م کې د چين مرستيال دايمي سفير ګنګ شوانګ د خپلې وينا په ترڅ کې له نړيوالې ټولنې څخه غوښتنه وکړه چې د امنيت شورا د ۲۵۳۲م پرېکړه ليک پلې کولو ته دوام ورکړي او د ۴ برخو په ګډو کوښښونو او همکارۍ سره له يادې وبا سره مبارزه وکړي.

لومړی، دښمنانه کړنې بندېدل او د تلپاتې سولې د رامنځته کېدو لپاره هڅه کول. دوهم، د خلکو ژوند ته لومړيتوب ورکول او لا زياتې بشري مرستې برابرول. درېيم، يواړخيزې بنديزلګونې ليرې کول او د خلکو پر وړاندې د ستونزو کمول. څلورم، اوربند او د کرونا وبا پر ضد مبارزه يو شان اهميت لري چې د اقتصادي چارو په پرمختګ سره دې سوله پرمخبيول شي.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای