CRI Online

وانګ يي د ختيځې اسيا د همکارۍ په باب د بهرنيو چارو وزيرانو په يو لړ غونډو کې ګډون وکړ

cri     (GMT+08:00) 2020-09-10 10:44:06

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولتی شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د سپتمبر په ۹مه نېټه د ختيځي اسيا د همکارۍ په باب د بهرنيو چارو وزيرانو په ويډيويي غونډو کې ګډون وکړ.

وانګ د چين او آسيان د بهرنيو چارو وزيرانو په غونډه کې د ګډون په وخت کې دا ويلي دي، چې چين او د آسيان غړو هېوادونو د کوويد-۱۹ د مخنيوي او د اقتصاد د بيا اعادې په برخه کې پرمختګ کړی. چين به د کورنيو اړتياوو پر بنسټ او د چين او نړيوالې ټولنې سره د ګډو هڅو په موخه د پرمختګ چوکاټ جوړ کړي او د دې تر څنګ په ټينګه ورخلاصون ته دوام ورکړي. دا په لومړي قدم کې د آسيان د غړو هېوادونو په ګډون سيمه ييزو هېوادونو ته ګټې ورسوي. چين به د کورونا وبا د مخنيوي په حال کې د آسيان له غړو هېوادونو سره مثبتې همکارۍ تر سره کړي.

نوموړي د آسيان، چين، جاپان او د کوريا جمهوريت د بهرنيو چارو وزيرانو په ۲۱مه غونډه کې وويل، اوس په ټوله نړۍ کې د کورونا وبا بشپړ مخنيوی نه شوی، موږ بايد د دې وبا د مخنيوي او د د پرمختګ اقدامات همغږي کړو او د اقتصاد په بيا اعاده کې د پرمختګ فرصتونه تر لاسه کړو، خو د همکارۍ نوی پړاو وهڅوو.

نوموړي د ختيځې اسيا د لسمې سرمشريزې غونډې د بهرنيو چارو وزيرانو په فرعي غونډه کې وويل، موږ دې د کورونا وبا د مخنيوي لپاره نوی قوتونه برابر کړو، پر علمي روحيې ټينګار وکړو، د وبا خپرېدو ته سياسي مانا ور نه کړو، د روغتيا د نړيوال سازمان ملاتړ کړو، د واکسين توليدات وهڅوو، د اقتصادي بيا سمسورتيا لپاره نوي اقدامات غوره کړو او د سيمې د سولې او ثبات لپاره ټينګ تضمين برابر کړو. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای