CRI Online

شي جين پينګ د سعودي عربستان له پاچا سلمان بن عبدالعزيز سره تليفوني خبرې وکړې

cri     (GMT+08:00) 2020-09-10 10:51:01
شي جين پينګ د سعودي عربستان له پاچا سلمان بن عبدالعزيز سره تليفوني خبرې وکړې

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د سپتمبر په ۹مه نېټه د سعودي عربستان له پاچا سلمان بن عبدالعزيز سره تليفوني خبرې وکړې.

رئيس شي جين پينګ په خپلو خبرو کې وويل، د کوويد-۱۹ وبا له رامنځه کېدو وروسته سعودي له چين څخه ملاتړ کړی او چين بيا سعودي ته مرستندويه مواد هم برابر کړي. اوس دغه وبا په نړۍ کې لا هم د خپرېدو په حال کې ده، چين به د دې وبا ضد مبارزه کې د سعودي له کوښښونو پوره ملاتړ وکړي او د واکسين د څېړنې په برخه کې به ورسره همکارۍ وکړي.

پاچا سلمان وويل، د سعودي او چين ترمنځ اړيکې د ثابت پرمختګ په حال کې دي. سعودي له چين سره د هراړخيزو ستراتيژيکو اړيکو پرمختګ ته ډېره پاملرنه کوي او هيله لري چې د کوويد-۱۹ ضد مبارزه کې په تېره بيا د واکسين څېړنې په برخه کې له چين سره همکارۍ پياوړې کړي. برسيره پر دې، سعودي غواړي په بېلا بېلو ساحو کې له چين سره همکارۍ ژورې کړي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای