د يو کمربند او يوې لارې د پرمختګ ۳ م لوړپوړی فورم د سپتمبر په ۹ مه نېټه د چين د فو جيان ولايت په شيا من ښار کې تر سره شو. په دغه فورم کې د چين او د بېلا بېلو هېوادونو بهرنيو چارواکو، د نړيوالو سازمانونو مشرانو او کارپوهانو ګډون کړی و. په ياد فورم کې د کوويد-۱۹ له خپرېدو سره سره د بهرنيو پانګو د ثبات لپاره د تګلارې پر جوړېدو او د پرمختګ د نويو لارو چارو د پيدا کولو په اړه بحث وشو.
د شيا من د ښاروال مرستيال لين جیان په خپله وينا کې وويل چې کوويد-۱۹ نړيوال اقتصاد او سوداګرۍ ته سخت زيانونه رسولي ، خو چين او د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې د پرتو هېوادونو ترمنځ سوداګرۍ په دې موده کې زياتې شو ديې. په دغه فورم کې پر ورخلاصون، شين چاپيريال، فساد ضد پر مفکورې ټينګار وشو او د بېلا بېلو هېوادونو تر منځ د متقابل پيوستون پر پياوړتيا، د اقتصاد د بيا سمسورتيا پر هڅونې او د واقعي همکارۍ پر پياوړتيا هم ټينګار شوی دی.
(مينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |