CRI Online

شي جين پينګ د يوراګوی له ولسمشر لويس لاکلي سره تليفوني خبرې وکړې

cri     (GMT+08:00) 2020-09-10 10:53:53
شي جين پينګ د يوراګوی له ولسمشر لويس لاکلي سره تليفوني خبرې وکړې

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د سپتمبر په ۹مه نېټه د يوراګوی له ولسمشر لويس لاکلي سره تليفوني خبرې وکړې.

شي جين پينګ په خپلو خبرو کې وويل، د کوويد-۱۹ تر رامنځته کېدو وروسته، يوراګوی د لاټيني امريکا له هغو هېوادونو څخه دی چې لومړی يې له چين څخه ملاتړ څرګند کړی، نو اوس چين تل په يوراګوی کې د کوويد-۱۹ ضد مبارزې ته ډېره پاملرنه کړې او ورته يې مرستندويه مواد برابر کړي دي. اوس په نړۍ کې ستر بدلون رامنځته شوی، موږ بايد د انسانانو د ګډ برخليک ټولنه جوړه کړو او د يووالي او همکارۍ لاره دې غوره کړو.

ولسمشر لويس لاکلي وويل، د اوسني نړيوال وضعيت په اړه د رئيس شي جين پينګ له نظريو سره موافقه لرم او د کوويد-۱۹ ضد مبارزه کې د چين د برياليتوبونو لوړه ستاينه کوم. بېلا بېل هېوادونه بايد د ګډو ګټو ساتلو لپاره پرانيستې تګلارې ته دوام ورکړي او خپلمنځي تبادلې او همکارۍ دې پياوړی کړي. يوراګوی هيله لري چې له چين سره دوستانه او همکاريزې اړيکې ټينګې کړي او د زراعتي توليداتو، بنسټيزو تاسيساتو او علمي نوښت په برخو کې خپلمنځي همکارۍ لا پياوړې کړي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای