CRI Online

PricewaterhouseCoopers: چين د الکټرونيکي سيالۍ په برخه کې د نړۍ لومړی لوی بازار ګرځېدلی

cri     (GMT+08:00) 2020-09-10 14:21:19
PricewaterhouseCoopers: چين د الکټرونيکي سيالۍ په برخه کې د نړۍ لومړی لوی بازار ګرځېدلی

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د PricewaterhouseCoopers شرکت له ۲۰۲۰ کال څخه - تر۲۰۲۴ کال پورې د ساعتيرۍ او رسنيو نړيوالو چارو د پرمختګ وړاندوينه په ډګه کړه چې له مخې يې چين په ۲۰۱۹ کال کې له امريکا څخه په مخکې کېدو سره په نړۍ کې د الکټرونيکي سيالۍ په برخه کې لومړی لوی بازار ګرځېدلی دی. اټکل کېږي چې په راتلونکو ۵ کلونو کې به په چين کې د الکټرونيکي سيالۍ سوداګريز ارزښت 14.4 سلنه زيات شي او تر ۲۰۲۴ کال پورې به ۶۷۰ ميليونو ډالرو ته ورسېږي.

د ياد شرکت يو مسئول مو بين وويل، په وروستيو کلونو کې په چين کې الکټرونيکي سيالۍ ګړندی پرمختګ موندلی او د شانګهای او چنګ دو په شمول ځينو لويو ښارونو کې اړوندې سيالې ترسره شوې دي. چين به په دوامداره توګه د الکټرونيکي سيالۍ په برخه کې د نړۍ تر ټولو لوی بازار وګرځي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای