CRI Online

د ۲۰۲۰ کال د چين د خدماتي سوداګرۍ نړيوال نندارتون په برياليتوب پای ته ورسيد

cri     (GMT+08:00) 2020-09-10 14:28:42

د ۲۰۲۰ کال د چين د خدماتي سوداګرۍ نړيوال نندارتون د سپتمبر په نهمه نېټه په بېجينګ کې په برياليتوب پای ته ورسيد. د مالوماتو له مخې دغه نندارتون زياتې لاسته راوړنې درلودې چې پکې ۲۴۰ تړونونه او پروتوکولونه لاسليک شو او په لومړي ځل ۹۷ مهم برياليتوبونه او د نوښتونو ۹۹ لاسته راوړنې د لومړي ځل لپاره اعلان شوې دي.

د " ويدا ياګي "په نوم جاپاني شرکت يعنې په چين کې د پيسو چارو لومړی بهرنی شرکت په دغه نندارتون کې د چمتوالي سرکي اجازه تر لاسه کړه او په راتلونکې کې به په بېجينګ کې خپل دفتر جوړ کړي. د مالوماتو له مخې دغه شرکت د جاپان د ويدا ياګي په نامه د جاپاني شرکت يوه څانګه ده. په چين کې د دغه شرکت جوړېدل د دغه هېواد د پولي چارو د ورخلاصې رويې د دغه شرکت اړوند چارواکي وويل چې چين پراخ بازارونه او د پانګونو ښه چاپيريال لري او په خلاصوونې توګه د دغه شرکت په شمول بهرني شرکتونه راجلبوي چې په دغه هېواد کې پانګونه وکړي. دغه شرکت په چين کې د پيسو چارو پر بازار ټينګ باور لري. د چين د سوداګرۍ وزارت د خدماتي سوداګرۍ اداري مشر شيان ګو يي مالومات ورکړل چې په دغه نندارتون کې سترې لاسته راوړنې تر لاسه شوي او د معاملو اندازه يې ډېره زياته ده. هغه وويل چې د چين د بېلا بېلو ولايتونو، سيمو او ښارونو دولتي تصديو او پولي تصديو په لومړي ځل د معاملو ډله جوړه کړې او په دغه نندارتون کې يې ۲۴۰ تړونونه او پروتوکولونه لاسليک کړي دي او په دې جمله کې د ډيجيټلي سوداګرۍ معاملې ډېرې فعالې وې.

شيان ګو يي وويل چې په دغه نندارتون کې څه دپاسه سل فورومونه جوړ شوي، د نندارتون مساحت يو لکه او لس زره مربع مترو ته رسيده چې د ټولې نړۍ د سلو هېوادونو او سيمو تصديو په مستقيمه او يا په انلاين ډول پکې ګډون درلود. په دغه نندارتون کې د ډيجيټلي سوداګرۍ، د ۵ G د مخابراتو، د صنعتي چارو د انټرنيټ په شمول د نوښتونو نوې چارې هم وښودل شوې.

هغه وويل چې چين به په دغه نندارتون کې د ورخلاصون او همکارۍ په اړه تر لاسه شوې ګډې نظريې په ښه توګه وساتي او پرمختګ به ورکړي او د خدماتي سوداګرۍ په چارو کې به ښه چاپيريال جوړ کړي. هغه وويل چې موږ به په نړيوالو خدمتي چارو کې د ګډو ګټو شريکولو پر نظريې ټينګار وکړو، په فعاله توګه به مهم سوداګريز همکاران پيدا کړو، د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې به له پرتو هېوادونو او سيمو سره ځانګړې همکارۍ وکړو. دغه راز د خدماتي سوداګرۍ په ساحه کې به دوه او څو اړخيزو همکاريو، خبرو اترو، د تګلارو په اړه د همغږۍ او د تجربو شريکولو هڅونه وکړو، په پر له پسي ډول به د خدماتي سوداګرۍ نړيوال ميکانيزم بشپړ کړو، له بېلا بېلو هېوادونو سره به يو ځای د ځاني سوداګرۍ د ساتنې له غوښتنې او يو اړخيزم سره مخالفت وکړو او د پرمختګ لپاره به منظم همکاريز چاپيريال جوړ کړو.

د شميرنې له مخې، په ياد نندارتون کې د چين په دننه او بهر کې ۵۳۷۲ تصديو په انلاين ډول خپل کارونه او توليدات ښودلي او څه دپاسه دوه سوه انلاين غونډې پکې تر سره شوي، په انلاين ډول ۱۸۷۰ پروژې پکې خپرې شوي او د تصديو تر منځ ۵ لکه ۵۰ زره انلاين اړيکې نيول شوې دي. د بېجينګ کې د سوداګرۍ چارو ادارې مشر يان لي ګانګ وويل چې د دغه نندارتون له پای ته رسيدو وروسته به په بيجينګ کې په پر له پسې ډول د خدماتي سوداګرۍ ډجيټلي کارونه بشپړ شي. هغه وويل چې موږ به په دوامداره توګه د خدماتي سوداګرۍ انلاين کارونه پراخ کړو او په يوه موده کې به تصديو ته وړيا انلاين خدمتونه برابر کړو څو تصدۍ وکړای شي چې خپل مالومات انلاين ثبت کړي، خپل توليدات او خدمات په انلاين ډول وښيي او د تصديو تر منځ د همکاريو د لاسليکولو کارونه په انلاين ډول تر سره کړي. نو دغه نندارتون به هميشه انلاين تر سره شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای