د سينهوا اژنس د خبر له مخې د چين د سوداګرۍ وزارت وياند ګاو فنګ د سپتمبر په لسمه نېټه وويل چې د چين د صادراتي او وارداتي محصولاتو ۱۲۸مه انلاين معامله به د اکتوبر له ۱۵مې نيټې څخه تر ۲۴مې نيټې پورې تر سره شي.
نوموړي په همدې ورځ په يوه نوبتي خبري ناسته کې وويل چې د دې انلاين معاملې تر سره کېدل د يوه پرانيستي ډګر په توګه د دې معاملې د رول لوبولو،د کوويد۱۹ د مخنيوي او کنټرول کارونو په عادي کېدو سره د بهرنۍ سوداګرۍ د ثابت او سالم پرمختګ او د بهرنيو سوداګريزو ځنځيرونو د جوړېدو لپاره ګټوره ده.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |