د سينهوا اژانس د خبر له مخې په م م کې د چين د دايمي استازي مرستيال ګنګ شوانګ د سپتمبر په نهمه نېټه د م م په امنيت شورا کې د کوويد۱۹ پر وړاندې د مبارزې په اړه ويډيويي غونډه کې پر چين باندې د امريکا تور رد کړاو پر دې يې ټينګار وکړ چې د امريکا حکومت بايد د امريکايانو خونديتوب او روغتيا ته پاملرنه وکړي او د کوويدـ۱۹ پر وړاندې يې د خپلې مبارزې د ناکامۍ پړه پر نورو هېوادونو نه اچوي.
په همدې ورځ د م م د امنيت شورا ياده غونډه تر سره کړه او د کوويد ۱۹ په اړه يې د م م امنيت شورا د ۲۵۳۲نمبر د پرېکړه ليک د پلي کولو په باب بحثونه وکړل. د امريکا استازي په خپلو خبرو کې پر چين انتقاد کړی چې په ياده مبارزه کې تګلاره رڼه او سمه نه ده، نو چين بايد د دې ويروس د وبا پړه واخلي.خو ګنګ شوانګ په خپله وينا کې د امريکا دغه تور رد کړ
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |