د چين د سوداګرۍ وزارت وياند ګاو فنګ د سپتمبر په لسمه نېټه په يوه خبري ناسته کې وويل چې د چين د الکترونکي توليداتو د يوه لوی جوړونکي هېواد په توګه په نړۍ کې د چين سمي کنډکټر (semiconductor)ته عرضه زياته شوې چې چين په نړۍ کې د سمی کنډکټر د بازاري زياتوالي عمده ځواک ګرځېدلی دی.
د يوې شمېرنې له مخې د روان کال له جنورۍ څخه تر اګست پورې د چين د مجتمع مدار(integrated circuit )واردات۱۵۰۰۰ مليارډه يوانو ته رسيدلی چې دغه شمېر د تېر کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې ۱۵ اعشاريه ۳ زيات شوی دی.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |