CRI Online

شي جين پينګ او د ده ښوونکي

cri     (GMT+08:00) 2020-09-10 19:15:00

د سپتمبر نهمه نېټه په چين کې د ښوونکو له شپږ دېرشمې کاليزې سره برابره ده.د چين د دولت رئيس شي جين پينګ ښوونې ته ډېره پاملرنه کوي او د ښوونکو ډېر درناوی کوي.هغه وايي چې ډېرو ښوونکو درسونه را کړي او خپل استا‌ذان تر اوسه راته ياد دي.دوی پوهنې او د ژوند په باب ډېر معلومات را کړی او ډېرې ګټې مې ترې اخيستې دي.د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د عمومي منشي په توګه له ټاکل کېدو راهيسې شي جين پينګ څو څو ځله ښوونځيو ته ولاړ او هلته يې له ښوونکيو سره د زړه خواله او خبرې وکړې.هغه هيشه وايي چې ښوونه د دولتي پرمختګ بنسټ دی او ښوونکي د ښوونې ريښه ده.له دې څخه ښکاري چې هغه تل ښوونې ته لومړيتوب ور کوي.

د ۲۰۱۶ کال د ښوونکيو ورځې نه مخکې رئيس شي جين پينګ د بېجينګ د با يي په نوم له ښوونځي څخه يې ليدنه وکړه چې په خپله يې په همدې ښوونځي کې زده کړه کړې. هغه له خپلو ښوونکو څخه د حال واحوال پوښتنه وکړه او ورته يې وويل، زه خوشحاله يم چې خپل ښوونکي روغ او جوړ وينم. نن ورځ چې کله دغه ښوونځي ته راغلم، نو ذهم ته مې د خپلو زده کړو يادونه راغلل.اوس زمونږ په ښوونځي کې ډېر بدلونونه راغلي دي.خو د ښوونځي دوره مې لاهم ډېره ياديږي. هر چېرې چې وم ، د خپل ښوونځي خاطرې او يادونه له ځان سره لرم.

د نوموړي له دغو خبرو څخه څرګنديږي چې هغه ښوونکو او ښوونيزو چارو ته ډېره پاملرنه کوي. له خپل ښوونځي څخه د ليدنې په ترڅ کې رئيس شي جين پينګ هيله وښودله چې ښوونکي بايد د زده کوونکو پر وړاندې د پوهنې او ابتکاري مفکورې د تر لاسه کولو او د فداکارۍ روحيې د خپرولو لپاره لارښوونکي وګرځي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای