د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د سپتمبر په لسمه نېټه وويل چې د چين، جرمني او اروپا د مشرانو ترمنځ ويډيويي خبرې اترې د چين او اروپا ترمنځ مهمې خبرې اترې دي. په هغه وخت کې به د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د اروپا او جرمني له مشرانو سره د چين او اروپا ترمنځ د اړيکو او د ګډې علاقې وړ مسئلو په باب بحثونه وکړي.
هغه زياته کړه چې روان کال د چين او اروپايي ټولنې ترمنځ د سياسي اړيکو د جوړېدو له پنځه څلوېښتمې کاليزې سره برابر دی او دوه اړخيزې اړيکې يې له مهمو فرصتونو سره مخ دي.په اوسني حالت کې د دواړو خواوو ترمنځ خبرې اترې به په سياسي چارو کې د خپلمنځي متقابل باور، د رښتينې همکارۍ د پياوړتيا او د چين او اروپا ترمنځ د اړيکو د لاټينګښت لپاره ګټورې وي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |