د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو د سپتمبر په لسمه نېټه پر خپلې ټويټرپاڼې ليکلي، چې د چين کمونېست ګوند امريکا ته شکايت کړی، چې دغه هيواد له چين سره عادلانه او مساوي چلند نه کوي، دده په وينا په امريکا کې د چين سفير په ازاده توګه د امريکا په خبري رسنيو کې مقالې خپرې کړي، خو د چين حکومت د خلکو په ورځپاڼه کې په چين کې د امريکا سفير د مقالو خپرېدل رد کړي دي. په دې اړه د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان په يوه نوبتي خبري ناسته کې له امريکا څخه غوښتنه وکړه، چې ګنګوسې او د بادارۍ لټولو هڅې بندې کړي او په خپلو رښتينو کړنو دې د بيان ازادۍ درناوی وکړي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |