CRI Online

د چين د خدماتي سوداګرۍ د معاملې له نړيوال نندارتون څخه ښکاري چې دغه هېواد د چټک ګامونه پورته کوي

cri     (GMT+08:00) 2020-09-10 21:23:18

د ۲۰۲۰ کال د چين د خدماتي سوداګرۍ د معاملې نړيوال نندارتون د سپتمبر په نهمه نېټه پای ته ورسيد. د کوويد ـ۱۹ وبا له خپرېدو وروسته د چين له خوا د جوړ شوي لومړی ستر سوداګريز فعاليت په توګه دغه نندارتون ډېرې لاسته راوړنې درلود او ور څخه د چين د بازار امکانات او جاذبه ښکاري.

د ۱۴۸ هېوادونو او سيمو نړيوالو سازمانونو، په چين کې د بهرنيو هېوادونو سفارتونو او بهرنيو سوداګريزو ټولنو او ۲۲ زره کورنيو او بهرنيو تصديو په دې نندارتون کې ګډون کړی و. په دغه نندارتون کې ټولټال ۶۳ تصديو او ارګانونو خپلې نوې څيړنيزې لاسته راوړنې او توليدات خپاره کړل او د ډيجيټلي سوداګرۍ، د 5G تخنيک او مخابراتو په شمول نوی سوداګريز موډلونه يې وښودل.

د دې نندارتون له بريا څخه څرګنديږي چې د چين حکومت نه يوازې په اغيزمنه توګه د کوويد۱۹ مخنيوی او کنټرول کړی او خپل اقتصاد ته يې پرمختګ ور کړی بلکې د نړيوال اقتصاد د پرمختګ انجين هم ګرځيدلی دی. کوويد ۱۹ وبا نړيوال اقتصاد ته سخت زيانونه رسولي او په داسې حال کې د دې نندارتون جوړونه نه يوازې د چين بلکې د نړۍ د خدمتي تصديو لپاره هم يو ستر فرصت دی او د نړيوالې خدماتي سوداګرۍ د پرمختګ او د نړيوال اقتصاد د بيا سمسورتيا لپاره ګټوره ده.

که څه هم دغه نندارتون پای ته ورسيد، خو انلاين نندارتون به يې لاهم روان دی. د دې ترڅنګ د ۲۰۲۰ کال لپاره د چين په شا من ښار کې د نړيوالې پانګونې او سوداګرۍ غونډه يعنې د ورېښمو لارې په اړه د پانګونې غونډه روانه ده او دوه مياشتې وروسته به د چين د وارداتو درېيم نندراتون تر سره شي. داسې ښکاري چې چين د ورخلاصون د پراخوالي لپاره د خپلو ګامونو پورته کولو ته چټک دوام ورکوي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای