د چين د دولتي شورا غړي او خارجه وزير وانګ يي د سپتمبر په ۱۰مه نېټه د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو د خارجه وزيرانو شورا په غونډه کې ګډون وکړ. هغه د دغه سازمان د غړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ په اړه د چين ۵ ګونه وړانديزونه وکړل:
لومړی، موږ دې له يو بل څخه ټينګ ملاتړ او د يو بل مرکزي ګټو ته دې پام وکړو. دوهم، په يووالي سره دې نژدې همکاري او د ګوويد ۱۹ ضد ګډه مبارزه دې وکړو. څلورم، په همغږۍ سره دې ګډ پرمختګ وکړو او د مختلفو هېوادونو اقتصادي بيا سمسورتيا دې پرمخبوزو. پنځم، پر څواړخيزم دې ټينګار وکړو او نړيواله اداره دې بشپړه کړو.
د خارجه وزيرانو ياده غونډه په راتلونکي نومبر کې د شانګهای همکارۍ سازمان د سرمشريزې غونډې لپاره د چمتوالي لپاره تر سره شوې چې پکې د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو د خارجه وزيرانو شورا مطبوعاتي پاڼه خپره شوه.
( سپوږمۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |