د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولتي شورا غړي او خارجه وزير وانګ يي د سپتمبر په ۱۰مه نېټه په مسکو کې له خپل هندي سيال سابرامانيام جايشانکار سره کتنه وکړه. دواړو خواوو په صميمانه او رغنده توګه د خپلمنځي سرحداتو پر حالت او دوه اړخيزو اړيکو بحث وکړ او ۵ موافقو ته ورسېدل.
لومړی، دواړه خواوې بايد د دواړو هېوادونو د مشرانو لخوا يو لړ شوې موافقې پلې کړي، د بېلګې په توګه د دواړو هېوادونو ترمنځ توپيرونه دې په شخړو نه بدلېږي.
دوهم، اوسنی سرحدي حالت د دواړو خواوو په ګټه نه دی. د دواړو هېوادونو سرحدي ځواکونه بايد خپلمنځي ډيالوګ ته دوام ورکړي، يو له بل سره دې مناسب واټن وساتي او ځايي حالت دې ارام کړي.
درېيم، دواړه خواوې دې د سرحدي چارو د لاسليک شويو تړونونو او قواعدو مراعات وکړي، په سرحدي سيمه کې دې سوله او ارامي وساتي او د ځايي حالت د ترينګلتيا مخنيوی دې وکړي.
څلورم، د چين او هند ترمنځ د سرحدي مسئلې د ځانګړو استازيو ترمنځ د کتنې ميکانيزم، د اړوندو چارو سلامشورې او د همغږۍ کاري ميکانيزم ته دې دوام ورکړي.
پنځم، دواړه خواوې دې د سرحدي حالاتو په ارامنتيا سره د متقابل باور د ټينګښت لپاره د نويو اقداماتو پلې کول دې چټک کړي او په سرحدي سيمه کې سوله او ارامنتيا ټينګ کړي.
( سپوږمۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |