CRI Online

د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د پاکستان د بهرنيو چارو له وزير  له شاه محمود قريشي سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2020-09-11 09:50:21

د سين هوا اژانس د خبر له مخې،پر ځايي وخت د سپتمبر په ۱۰مه نېټه د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي په مسکو کې د شانګهای همکارۍ سازمان د بهرنيو چارو وزيرانو د يو لړ غونډو په ترڅ کې د پاکستان د بهرنيو چارو له وزير شاه محمود قريشي سره وکتل.

وانګ يي په خپلو خبرو کې وويل چې چين غواړي په پر له پسې توګه د کوويد-۱۹ وبا د مخنيوي لپاره د پاکستان ملاتړ وکړي تر هغه چې پاکستان په بشپړ ډول دغه وبا له منځه يووسي. چين غواړي له پاکستان سره په ګډه کار کوي ترڅو د چين او پاکستان دهليز جوړولو ته وده ورکړي .باور لرم چې د دواړو خواو په ګډو هڅو سره به دغه دهليز د پاکستان په اقتصادي جوړونه او د خلکو په هوساينه کې ستر رول ولوبوي.

قريشي په خپلو خبرو کې وويل چې پاکستان او چين تل پر يو بل اعتماد او ملاتړ کړی دی. پاکستان به د چين پر وړاندې د هر ډول ناوړه او غير معقولو تورونو سره مخالفت وکړي.   

دواړو خواوو د افغانستان او نورو مسئلو په اړه هم د نظريو تبادله وکړه.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای