د چين نيوز اژانس د خبر له مخې، د ۲۰۲۰م کال د هواوې شرکت د پرمختګ ورکوونکو لويه غونډه د سپتمبر په ۱۰مه نېټه د چين د ګوانګ دونګ ولايت په دونګ ګوان ښار کې تر سره شوه او پکې د دې شرکت د Harmany OS 2.0 ايرېنيګ سيستم خپور شو، دغه راز د نړۍ درېيم لوی موبايل سيستم خلکو ته وښودل شو چې د موبايلفون له اوسنيو سيستمونو سره توپير لري. د مالوماتو له مخې، دغه سيستم به د راتلونکي کال په اکتوبر کې ټولو 4GB سامان الاتو ته آسانتياوې برابرې کړي. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |