CRI Online

د چين او د م م د سولې او پرمختګ صندوق د لارښوونکې کميټې پنځمه ناسته ترسره شوه

cri     (GMT+08:00) 2020-09-11 10:10:29

د چين نيوز اژانس د خبر له مخې، د چين او د م م د سولې او پرمختګ صندوق د لارښوونکې کميټې پنځمه ناسته د سپتمبر په لسمه نېټه د ويډيو له لارې تر سره شوه. په م م کې د چين دايمي استازي جانګ جيون، د م م د سرمنشي دفتر مديرې ماريا لويزا ريبېرو ويوټي په ياده ناسته کې ګډون کړی و.

په غونډه کې په تېرو ۵ کلونو کې د ياد صندوق لخوا ترسره شويو کارونو او د تصويب شويو پروژو د پرمختګ په اړه بحث وشو ، په ۲۰۲۰ کال کې وړانديز شوې پروژې تصويب شوې ، د راتلونکي ملاتړ لپاره لومړيتوب لرونکي ساحې ټاکل شوې، د صندوق مالي وضعيت څېړنه شوې او د صندوق د راتلونکي پرمختګ په اړه بحث وشو.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای